په چین کې د اسیا فوټبال سیالۍ وځنډېدې

آرشیف: د قرغزستان او چین فوټبال لوبډلو ترمنځ د سیالیو انځور- 2019

د اسیا المپیک شورا رسماً اعلان وکړ، چې په چین کې د اسیا فوټبال سیالۍ وځنډېدې.

د اسیا المپیک شورا اعلان وکړ، چې د چین دولت د کرونا کروناپويروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په دې هېواد کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د اسیا فوټبال سیالیو ترسره کېدو اجازه نه ورکوي.

ټاکل شوی وه د اسیا فوټبال سیالۍ د روان شمسي کال د اسد له ۲۷ د سنبلې میاشتې تر ۲۶ نېټې د چین په هانګژوې ښار کې ترسره شي او د اسیا له بېلابېلو هېوادونو څخه د فوټبال لوبډلو په کې لوبه کوله.

د اسیا فوټبال سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل د سیمې په یوه هېواد کې ترسره کېږي، خو په چین کې د سږ کال د سیالیو له ځڼډېدو سره، د اسیا المپیک شورا تر اوسه د یادو سیالیو د ترسره کېدو لپاره تازه نېټه نه ده اعلان کړې.