ايمانويل مکرون: اوکراين به ژر د اروپايي ټولنې غړيتوب ترلاسه نه کړی شي

د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونه بيرغونه

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، دا به څو کاله وخت ونیسي چې اوکراین د اروپایي ټولنې رسمي غړی شي خو دې وړاندیز کوي چې د اروپایي هېوادونو لپاره دې چې ګډ ارزښتونه لري، یو نوی سیاسي سازمان جوړشي.

مکرون دغه څرګندونې پرون په ستراسبورګ کې وکړې او زیاته یې کړه چې اروپایي ټولنې ته د شاملېدو لپاره اوسني مقررات داسې دي چې دغه پروسه کلونه وخت نیسي.

مکرون وویل، که اوکراین ته د کاندیدۍ موقف سبا ورکړو نو ټول په دې پوه دي چې دغه پروسه به کلونو او یا هم ښایي لسیزې وخت ونیسي.

د اروپایي ټولنې ۲۷ غړي که څه هم د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین د مقاومت کلک ملاتړ کړی، خو دې ټولنه کې یې د کییف د سمدستي غړیتوب غوښتنې ته پرېکنده ځواب نه دی ویلی.

اروپایي کمېسیون ویلي چې په دې اړه به په جون میاشت کې خپل دریځ څرګند کړي.