پوتین پر اوکراین د روسي پوځیانو د یرغل ننګه وکړه

پوتین د نازي جرمني په ماته کې د پخواني شوروي ځواک د رول نمانځنۍ په مراسمو کې د خبرو پرمهال.

د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین پر اوکراین د روسي پوځیانو د یرغل ننګه وکړه او ویې ویل د دفاع لپاره اړینه وه.

پوتین چې د نازي جرمني په ماته کې د پخواني شوروي ځواک د رول د نمانځنۍ په مراسمو کې غږېده یو ځل بیا په ناټو تور ولګاوه، چې د روسیې د پولو په اوږدو کې یې ګواښونه رامنځته کړي دي.

هغه په دونباس کې د جنګېدونکو روسي عسکرو یادونه هم وکړه، چې د ده په خبره د خپل مورني ټاټوبي دفاع کوي.

په اوکراین د روسیې یرغل په لسمه اوونۍ کې دی.

د نړیوالو فشارونو سربېره لا هم روسي ځواکونو د جنګ درولو ته غاړه نه ده ایښې او ورځ تر بلې د اوکراین په ختیځ کې د حالاتو د خرابېدو راپورونه خپرېږي.