طالبان: له ایرانه سلګونه کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

ارشیف: ایران کې افغان کډوال

نږدې شپږ سوه افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي.

دا خبره د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون کړې.

په پرونیو راستانه شویو افغانانو کې ۱۶ کورنۍ شاملې دي او ۵۷ کسان په زور خپل هېواد ته استول شوي.

د طالبانو چارواکو ویلي، چې دا راستانه شوي افغانان یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې آی او ام ته معرفي کړي څو لازمی مرستې ورسره وشي.

ایراني چارواکو ادعا کړې، چې د طالبانو په بیا واکمنېدو د ورځې تر پنځه زره افغانان دغه هېواد ته ننوتلي.

د راپورونو په اساس ایران بېرته تر دوه نیم لکو افغانان د کال په لومړیو دریو میاشتو کې په زور خپل افغانستان ته استولي دي.