طالبان: د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښېږي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پرون د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټر باندې د لیدنې جزییات او عکسونه خپاره کړي.

بلخي لیکلي: "ښاغلي نیکلاسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فُرصتونو د برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل.
همداراز يې ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د خبرو اترو په ادامې کې نغښتې ده."

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير ښاغلي متقي له توماس نیکالسن سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پېښېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ټويټونو له مخې د لیدنې په پای کې دواړو لوريو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر مينځ د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ، چې د خلکو د ژوند د وضعيت د ښه والي لامل شي.‌