چارواکي: اوکرایني ځواکونو د خارکییف او خیرسون ځینې سیمې بېرته نیولي

خارکییف کې یو شمېر اوکرایني ځواکونه

راپورونه وايي، اوکرایني ځواکونو له خارکییف او خیرسون سره نږدې د روسیې پر پوستو پرمختګ کړی او د ځینو سیمو په نیولو کې لاس ته راوړنې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ سیمه دونباس کې د روسیې عملیات دوام لري.

د اوکراین ولسمشر وولادیمیر زیلینسکي د یو لوړپوړي سلاکار اولیسکي اریستوویچ لخوا نن د مې پر اوومه، دغه ادعا تر هغې دوه ورځې مخکې مخې ته راغلی چې روسیه جرمني نازیانو ته د شکست ورکولو کلیزې په یاد کې د خپلې بریا ورځ لمانځلو لپاره لویې دستورې په پام کې نیولي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې د نهمې خطاب به ډېر له نږدې څارل کېږي او کتل کېږي به چې ایا نوموړی به کوم عمومي تحریک یا بل کوم مهم سټراتیژیک بدلون اعلانوي که څنګه.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د بلا اشتعال یرغل نن درې اویا ورځې کېږي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د یرغل د پیل په سر کې روسي ځواکونو د کییف او نورو اوکرایني ښارونو د نیولو کوښښ کاوه چې په کې ورته درانه ځاني او مالي تاوانونه ورسېدل خو وروسته یې کمانډران له کییف سره نږدې سیمو نه پشا شول او دونباس سیمې ته یې مخه وکړه.

د روسیې د دفاع وزارت د مې پر شپږمه وویل، چې ځواکونو یې په دونباس کې پرمختګ ته دوام ورکړی او هلته یې په کراماتورڅک کې د وسلو یو ډپو تباه کړی او دوه اوکرایني جنګي جازونه یې راغورځولي دي.

خو د اوکراین د ولسمشر سلاکار پر ټیليګرام چینل یوه ویډیو کې دعوی وکړه چې اوکرایني ځواکونو پرمختګ کړی دی.