اوکراین کې د روسي ځواکونو د ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول شوي

اوکراین کې د روسي ځواکونو برید کې ويجاړه شوې ودانۍ

د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین پلازمېنې کییف ته نږدې د روسي ځواکونو د یرغل پر مهال د شپیتو ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، داسې شواهد شته چې روسي ځواکونو د بوچا په ګډون د کییف په اتو څنګلورو ښارونو کې د یرغل په لومړیو اونیو کې "ځورونې، خپلسري اعدامونه او په ملکیانو باندې بې باکه ډزې" کړي دي.

د دغه سازمان مشرې اګنېس کالاماراد پرون مازیګر په دې اړه څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي، چې ملکیان قصداً په نښه شوي او دا بریدونه د منلو وړ نه دي.

هغې د بخښنې نړیوال سازمان دا اقدام چې د روسیې ممکنه جنګي جنایتونو په تړاو یې اسناد ټول کړي تاریخي بللی.

د بخښنې نړیوال سازمان د پلټنو له مخې په مارچ میاشت کې د روسيې په هوایي بریدونو سره د بورودیانکا ښارګوټي کې څه باندې ۴۰ ملکیان ووژل شول او د بوچا شاوخوا هم د خپلسرو او ناقانونه وژنو ۲۲ پېښې شوي دي.

پر اوکراین د روسیې یرغل شنبه ۷۳ ورځې ته ورسېد.

د پلازمېنې کییف شاوخوا سیمې کابو یوه میاشت د روسیې تر اشغال لاندې وې خو مسکو بېرته خپل تمرکز د هېواد ختیځ ته واړاوه او له دې سیمې یې خپل ځواکونه په شاه کړل.

کومې شمېرې چې اوکراینیان پر وړاندې کړي د سلګونه ملکیانو د وژنې ادعا په کې شوې ده.

د راپورونو په اساس اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسي یرغلګرو د کییف شاخوا سیمو کې د اشغال پر مهال څه باندې ۱۲ سوه ملکیان وژلي چې د دغو وژنو له ډلې دریمه برخه د بوچا دي.

د اپریل په میاشت کې د کیيف له ښارګوټو څخه د روسي ځواکونو له وتلو وروسته، د بوچا په کوڅو کې د ملکي خلکو د جسدونو موندلو د لویدیځو حکومتونو او د بشري حقونو سازمانونو غوسه او حیرانتیا راوپاروله.

کرملین دا رد کړې چې ګواکې روسي ځواکونو په اوکراین کې جنګي جرمونه کړي او ویلي یې دي "د بوچا کیسه جعلي ده."