امریکا له اوکراین سره د نويو وسلو مرستې خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د وسلو د نوې مرستې خبر ورکړ.

جو بایډن پرون په خپل بیان کې د دې مرستو د اندازې په اړه څه ونه ويل، خو یوه امرکایي چارواکي ویلي دي چې دا د یوسل او پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې دي.

ولسشمر بایډن وايي، چې دا مرستې د دې لپاره دي چې اوکرایني‌ ځواکونه پر خپل هېواد د روسیي پوځیانو د بې سببه مداخلې مخه ونیسي.