چک او هنګري د روسیې انرژۍ پر وارداتو د بندیز پر طرحه غبرګون وښود

آرشیف

چک جمهوریت او هنګري د روسیې د انرژۍ پر وارداتو د بندیز د طرحې پر وړاندې غبرګون وښود.

د اروپا په چارو کې د چک د دولت وزیر میکولاس بېک پرون آزادۍ راډیو ته وویل، چې د روسیې د انرژۍ پر وارداتو د بندیز لګولو لپاره نور وخت ته اړتیا شته.

له بلې خوا د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان ویلي، دي چې هېواد یې د روسیې د تېلو پر وارداتو د بندیز په برخه کې د اروپايي ټولنې د وړاندیز ملاتړ نه کوي.

له دې یوه ورځ مخکې اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د انرژۍ د وارداتو په ګډون پر مسکو د خورا سختو بندیزونو غوښتنه وکړه.