جرمني د افغان کډوالو پر ننوتو محدودیت لګوي

آرشیف: په جرمني کې افغان کډوال

د جرمني د کورنیوچارو وزارت په پام کې لري، چې دې هېواد ته د افغان کډوالو پر ننوتو محدودیت ولګوي.

د جرمني چاپ دیر شپیګل مجلې پرون راپور ورکړ ،چې د دې پرېکړې په اساس به په کال کې یوازې ۵ زره افغانانو ته جرمني ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

د جرمني حکومت د اټکل له مخې د تېرکال په زمري میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۹ زرو په شاوخوا کې افغانان دې هېواد ته ورغلي دي.