ازبکستان سره پر پوله درې قزاقستاني وګړي وژل شوي

د ازبکستان او قرغزستان سرحدي پوله

د قرغزستان چارواکي وايي درې کسان د ازبکستان پر سرحد د ډزو په نتیجه کې وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره دغه کسان چې د قرغزستان وګړي ښوول شوي هغه وخت ووژل شول، چې د ادعا له مخې د ازبکستان سرحدي ساتونکو د دواړو هېوادونو پر پوله ډزې وکړې.

د ازبکستان چارواکو نن جمعه د قرغزستان د سرحدي ساتونکو د دې راپور په اړه سم د لاسه تبصره نه ده کړې.

راپورونه وايي د قرغزستان او ازبکستان مشران نن جمعه د دې پېښې په اړه خبرې کوي.