د روغتیا سازمان: کرونا وبا په دوو کلونو کې نزدې ۱۵ ميليونه انسانان مړه کړي

کرونا وایروس اوس هم نړۍ ته لوی ګواښ دی

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې کورونا وبا په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې نژدې ۱۵ ميلیونه انسانان مړه کړي دي.

دې سازمان پرون (پنحشنبې) په یوه مفصله اعلامیه کې دا خبره کړې ده.

د اعلامیې له مخې د ۲۰۲۰ کال له جنوري د ۲۰۲۱ کال تر ډسمبر پورې د هغو مړینو شمېر چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه له کرونا سره تړلي دي ۱۴ میلیونه او نهو لکو ته رسیدلې.

په اعلامیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر تدروس ادهونم ګبرېسوس په حواله راغلي چې د مړینو دا شمېر ښيي چې له کړکیچونو سره د مبارزې لپاره د روغتیايي سیسټمونو د پياوړتیا سخته اړتیا لیدل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې زیاتې مړینې په اروپا، امریکايي هېوادونو او د اسیا په جنوب ختیځ کې ثبت شوې دي.

د روغتيا سازمان له لوري دا خبر داسې مهال ورکول کېږي چې یو ځل بیا په نړۍ او افغانستان کې د کرونا وبا د ډېرېدو په اړه اندېښنې راپورته شوي.