ازبکستان: په يوازې توګه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني

تر اوسه هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار عصمت الله ارګاشیف وايي، هېواد به یې تر هغو چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه وي، په یوازې ډول د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

ارګاشیف، چې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی هم دی، وايي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لازمه ده چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ شي، بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه رعایت شي او له نړیوالو تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرېکون په برخه کې ډاد ترلاسه شي.

ده په عین حال کې منلې چې د طالبانو لپاره د دغو شرطونو ژر په ځای کول اسانه کار نه دی.