د پکتیا د احمدخېلو اوسېدونکي: د څښاک اوبو کمښت سره مخامخ يوو

د احمدخېلو اوسېدونکي وايي، اوبه تر پخوا ژورې شوي او له یو-یو کوهي لسګونه کورنۍ ګټه اخلي.

د پکتیا د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو کلونو کې د جګړو له کبله د دوی په سیمه کې د بيارغونې لازم کارونه نه دي شوي او خلک يې د ژوند په هره برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د احمدخېلو اوسېدونکي وايي، اوبه تر پخوا ژورې شوي او له یو-یو کوهي لسګونه کورنۍ ګټه اخلي.

د احمدخېلو اوسېدونکي تراب خان وویل، حکومت او موسسات دې د اوبو د بندونو او استنادي دېوالونو د جوړولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: "زموږ په ولسوالۍ کې جګړې زیاتې وي، هېڅ کار په کې نه دی شوی، د اسلامي امارت او د موسساتو نه زموږ دا غوښتنه ده چې وچکالي ده او د اوبو کمښت دی، بل د بندونو او استنادي دېوالونو غوښتنه لرو، زموږ خلک عاجزان دي، فصلونه يې وچکالیو ځپلي چې دوی سره څه نا څه مرسته وشي."

د احمدخېلو د ولسوالۍ د اوسیدونکو یوه مهمه او ګډه غوښتنه دوی لپاره د پاکو اوبو تابیا کول دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي خالقداد احمدزي وویل، چې ولایتي اداره اړوندو وزارتونو سره په اړیکه کې ده او په دې سیمو کې به ستونزو ته رسېدنه وشي.

نوموړى وايي: "په دغه برخه کې ولایتي اداره هم متوجه ده او له بېلابېلو وزارتونو سره په تماس کې ده، څو یادو سیمو ته پاملرنه راجلب کړي، نه یوازې احمدخېل بلکې د پکتیا هره سیمه چې هلته موږ کولای شو ولس ته د بیارغونې برخه کې خدمات وړاندې کړو، نو موږ به دریغ ورڅخه ونه کړو، په دې برخه کې ولایتي اداره او اړوند وزارتونه متوجه دي او انشاءالله ستونزې به حل شي."

د یادونې وړ ده، د پکتیا د یو شمېر نورو سیمو په شان د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي هم په وروستیو کلونو کې د جګړو او په اوس وخت کې د وچکالیو له کبله ځپل شوي او د دوی ژوند په مخکې ستونزې ډېرې شوې دي.