ترافيکي پېښې؛ ارزګان او هلمند کې ۱۴۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

آرشیف: غزني کې د ترافيکي پېښې وروسته د سيمې انځور

ارزګان او هلمند کې جلا جلا ترافيکي پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ارزګان د ولايتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال نن پنج شنبه ازادي راډيو وويل، چې دغه پېښې د اختر په دريو ورځو کې رامنځته شوي دي.

هغه وايي، د شاخوا ۲۰ تنو ټپیانو روغتیايي حالات نازک و، چې درملنې په موخه کندهار ته لېږدول شوي دي.

هغه وايي: "د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د اختر په شپو او ورځو کې ۱۰۱ کسان چې په ترافيکي پېښو کې زيانمن شوي وو راوړل شوي دي چې له جملې څخه يې يوه خپله ژوند د لاسه ورکړى دی او له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې کندهار ولايت ته انتقال شوي دي. د دغو ترافيکي لامل بې احتياطي او د خلکو ګڼه ګوڼه وه."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کامران اخنذاده ازادي راډيو د ولایتي روغتون دغه خبري ردوي چې ګڼې د ترافیکي پېښو له امله ۱۰۱ کسانو ته مرګه ژوبله اوښتې وي.

هغه وویل، د تېرو څلور ورځو پرمهال یوازې یو کس د ترافیکي پېښې له امله مړ شوى او څلور نور ټپیان دي.

بلخوا د هلمند ولایت کې هم د ترافيکي پېښو له امله په جلاجلا پېښو ۴۰ کسانو ته مرګه ژوبله اوښتې ده.

باختر دولتي خبري اژانس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز، مارجې، نادعلي، باباجي، ګرمسیر او سنګین ولسوالیو کې په جلا ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۳۸ نور ټيیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون هم خبر ورکړی و، چې د اختر شپو او ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۲ کسان د ترافیکي پېښو له امله ټپیان شوي دي.