د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغانستان کې بېوزلي ډېره شوې

په کابل کې نانوايي مخې ته د وچې ډوډۍ لپاره منتظرې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د پلاوي رييس وايي، په دې هېواد کې بېوزلي سخته زیاته شوې او له نړیوالې ټولنې غواړي چې دغه ستر بشري بحران ته پام واړوي.

ایلوي فیلیون پر خپله ټویټرپاڼه د یوې ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي: «سړي، ښځې او ماشومان په کابل کې د شپې مهال د نانوایانو مخې ته کتار درېږي؛ انتظار باسي چې لږ څه ډوډۍ ورکړل شي.»

فیلیون زیاتوي، چې په افغانستان کې بېوزلي او لوږه په چټکه مخ په زیاتېدو ده.

هغه زیاته کړه: «هره ورځ د افغانستان خلک لا بېوزله کېږي؛ افغانان دومره بېوزله شوي چې ما تر دې مخکې نه و لیدلي.»