د امریکا کانګرس ته د افغان هوايي ځواک او الوتکو په اړه معلومات ورکړل شوي

ارشیف: په کابل هوايي نظامي ډګر کې د الوتکو انځور- Wednesday, July 7, 2021

سیګار د متحدو ایالتونو کانګریس ته په خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان د هوايي ځواک او په افغانستان کې د پاتې الوتکو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د افغان هوايي ځواک زرګونه پرسونل د طالباو له حکومت سره یوځای شوی دی.

د سیګار د راپور په یوه برخه کې د پنټاګون په قول ویل شوي، د هغو پوځي تجهیزاتو چې له ۲۰۰۵ م کال څخه په ۱۸ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره رانیول شوي وو، زیاته برخه په جنګي عملیاتو کې له منځه تللي دي.

د سیګار د راپور په دوام کې د پنټاګون د اټکل پر اساس ویل شوي چې د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د بهیر تر بشپړېدو وروسته په افغانستان کې د څه باندې ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي وسایل پاتې شوي چې ډېر یې ترمیم ته اړتیا لري.

په راپور کې د طالبانو د هوايي ځواک د قوماندان او د افغانستان د هوايي ځواک د پخوانیو پرسونلو په قول راغلي، چې د ۳۳ پېلوټانو په شمول د افغانستان د هوايي ځواک کابو ۴۳۰۰ غړي د طالبانو له حکومت سره ملګري شوي دي.

د سیګار د راپور له مخې، د ۶ بلک هاک هیليکوپترو په شمول د کابل په پوځي هوايي ډګر کې د ۸۱ الوتکو لږ شمېر فعالې دي.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د دې راپور اړه څه نه دي ویلي.