د خوړو نړيواله اداره: ټوله نړۍ کې ۱۹۳ ميليونه وګړي له لوږې سره مخ دي

ارشیف

د خوړو او کرڼې نړیواله اداره، FAO وایي چې په نړۍ کې د جګړو، وچکالۍ، د اقلیم د بدلون او اقتصادي بحرانونو له امله د هغو کسانو شمېر۱۹۳ ميلیونو ته لوړ شوی چې له لوږې سره مخ دي.

FAO په خپل کلني راپور کې چې نن یې خپور کړی، ویلي، په داسې حال کې چې کارپوهان په اوکراین کې د روسیې د جګړې له کبله د قحطۍ خبرداری ورکوي، نژدې ۴۰ ميلیون وګړي په ۲۰۲۱ کال کې پرهغو کسانو ورزیات شوي چې د خوړو له شدید کمښت یا نه خوندیتوب سره مخامخ دی.

د نړۍ د ۵۳ هېوادونو په ډله کې چې له دغې ستونزې سره مخامخ دي، افغانستان هم د ترټولو ځپل شویو هېوادونو په کتارکې راوستل شوی او ویل شوي، په دغو هېوادنو کې په ميلیونونه کسان له لوږې سره مخ دي.

FAO ویلي، یو نیم ميلیارډ ډالرو ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي، د خطر په سیمو کې چې د کښت فصل پیلیدونکی دی، په سیمه ییزه کچه د خوړو تولیدات زیات او ډاډمن کړي.

د ملګروملتونو د مرستندویه ادارو په وینا د افغانستان نژدې ټول وګړي کافي خواړه نه لري او ۲۳ ميلیون وګړي هغه ښودل شوي، چې د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي.