روسيې د اوکراين پر ماريوپول ښار پراخ بريدونه پيل کړي

پر اوکراين د روسيې د بريد يو انځور

روسیې د اوکراین په ختیځ بندري ښار ماریوپول کې د مقاومت پر وروستي سنګر پراخ بریدونه پیل کړي او د اروپایي ټولنې اووه ویشت غړي هېوادونه هم نن په بروکسل کې پر دې خبرې کوي چې څرنګه اروپایي ټولنه کولی شي چې د روسیې پر انرژي تکیه ونه کړي.

د ماریوپول د فولادو په فابریکه کې په سلګونو ملکیان او د مقاومت وروستۍ ډلې ایثارې پاتې دي.

د اروپایي ټولنې د غړیو ترننۍ غونډې یوه ورځ مخکې سلواکیا او هنګري وویل دوی د دې ملاتړ نه کوي چې اروپا ته د روسیې د تېلو او ګازو پر صادراتو بندیز ولګول شي.

د سلواکیا د اقتصاد وزیر ریچرد سولیک وویل، هېواد یې کلونو ته اړتیا لري چې د روسیې د خامو تېلو پر ځای له خپلو سرچینو استفاده وکړي.

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیجارتو بیا څرګنده کړه چې دی به د روسیې د انرژۍ پر سکتور د بندیزونو پر ضد رایه ورکړي.