انتوني بلېنکين: طالبان د افغانستان مطبوعات په سيستماتيک ډول ځپي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکين

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر طالبانو تور لګولی دی چې د افغانستان خپلواک مطبوعات په سیستماتیک ډول ځپي.

انتوني بلېنکین په دې اړه څرګندونې بیګا د مې د دریمې، د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

پرون ګڼو نړيوالو بنسټونو او دغه راز قطر کې د افغانستان لپاره د امريکا سفارت هم افغانستان کې د رسنيو پر وضعيت اندېښنې ښودلي او ويلي يې دي، طالبانو افغاني رسنۍ سانسور کړې دي