اوکراين؛ له ماريوپول ښار د ملکيانو دويمه سل کسيزه ډله و ايستل شوه

د ماريوپول ښار کې د يوې کلا بندې ښځې انځور

د سره صلیب نړیواله کمېټه خبر ورکوي چې د اوکراین له کلابند شوي ښار، ماریوپول څخه تر سلو ډېر ملکي اوکراینیان په موټرو کې زاپروژیا ښار ته ولیږدول شول.

دا ملکیان په ماریوپول کې د ازوف په نوم د فولادو په فابریکه کې بند پاتې وو.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر پیتر میرور پرون په یوه بیان کې وویل چې په دې ایستل شویو کسانو کې یو شمېر ټپیان دي.

د سره صلیب یوه چارواکی چې د دې ملکیانو په را ایستلو کې یې مرسته کوله وویل، یو سل او یو(۱۰۱) ښځې، ماشومان او نارینه اخر وتوانېدل چې له دوو میاشتو وروسته چې د فولادو د فابریکې په تلخونو کې ګیرو وو، راووځي او رڼا ورځ وویني.

روسیې د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین برید وکړ او د ماریوپول بندري ښار د سختو جګړو ډګر دی.