په افغانستان کې له تاوتریخوالي پرته د رسنیزو فعالیتونو غوښتنه وشوه

په افغانستان کې د یوې رسنۍ دننه د کارکوونکو انځور

د افغان ښځو د دوستو سفیرانو ډلې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، دا مهمه ده چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ له ډار، تاوتریخوالي یا خطر پرته خپل کارونه وکړي.

په دغه ډله کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، د امریکا متحد ایالتونه، اسټرالیا، ډنمارک، کاناډا، اروپايي ټولنه، هالنډ او بریتانیا شامل دي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ ویډیويي پیغام د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دی.

په دې ویډیو کې چې ښاغلي بنیټ پر خپل ټویټر خپره کړې ویلي، افغان خبریالان په ډېره محدوده فضا کې فعالیت کوي.

هغه وویل: "په سلګونو رسنۍ، ټلویزیوني کانالونه، راډیويي او تصویري رسنۍ فعالې وې، چې د ۱۵۰۰ ښځو په ګډون یې په زرګونو کارکوونکي ګمارلي وو. رسنیو د خلکو ترمنځ د بحثونو د فضا په ایجاد کې مهم نقش درلود. له بده مرغه دغه فضا د رسنیو پر ازادۍ د دوامدار فشار له کبله له منځه تللې ده."

ښاغلي بنیټ زیاته کړه، چې په افغانستان کې په لسګونو خبریالان بندیان شوي، فزیکي حمله ورباندې شوي او ډارول شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ ویلي، په ځینو محدودو مواردو کې خبریالان وژل شوي او تري تم شوي هم دي.

ښاغلی بنیټ وايي، د افغانستان نویو واکمنانو له سختیو ډک لارښودونه وضع کړي، چې اطلاعاتو ته لاسرسی یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي، هغه رسنۍ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تړل شوي علت یې مالي ستونزې وې.

ده ادعا کړې د طالبانو په زندان کې یو خبریال هم نه شته.

بلخوا د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي، د ازادو رسنیو په شاخص کې افغانستان سږکال له ۱۲۲ څخه ۱۵۶ ته ټیټ شوی دی.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په افغانستان کې ژورنالیزم د محاصرې په حال کې بللی دی.

د افغان ښځو د دوستو سفیرانو ډلې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله بیانیه کې ویلي، دا ډېره مهمه ده که په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ وکړای شي له ډار، تاوتریخوالي یا په خپل سر د نیول کېدو له خطر پرته خپل کارونه وکړي.

په همدې حال کې یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ډله په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په وړاندې له ټولو پرتو خنډونو هم خبره ده.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنېشنل وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره څه باندې ۶۴۰۰ خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې نن په خپل ټویټر کې ویلي، له تېرې اګست میاشتې چې طالبانو بیا پر قدرت ولکه ټینګه کړې، په افغانستان کې ۲۳۱ بېلابېلې رسنۍ بندې شوي او پاتې رسنۍ هم د ورپېښو ګواښونو او نورو مالي ستونزو له کبله د تړل کېدو په حال کې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې ۸۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي یا نیول شوي، وهل ډبول شوي، بندیان شوي یا شکنجه شوي دي.