د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر له پوتين سره د ليدنې غوښتنه کړې

ارشيف

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس، ویلي چې په مسکو کې یې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د کتنې غوښتنه کړې ده.

هغه د ایټالیا له کوریري دیلا سیرا ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي، هدف یې د اوکراین د جګړې پای ته رسېدل دي.

پاپ فرانسیس وايي، تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

۸۵ کلن پاپ فرانسیس په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیل سره جوخت په یوه بې سابقه اقدام کې په روم کې د روسیې سفارت ته ورغی.