ځینو افغانانو له کلونو وروسته اختر په خپلو اصلي ټاټوبو کې ونمانځه

په شبرغان کې د اختر نمانځلو یوه صحنه

د افغانستان یو شمېر اوسېدونکو له کلونو وروسته اختر د خپلو کورنیو او خپلوانو سره یو ځای، په لرو پرتو ولایتونو، خپل کلیو او بانډو کې ونمانځه.

دوی وايي، په تېرو کلونو کې په لارو او سیمو کې د ناامنیو له وجې له خپلو کورنیو، خپلوانو او دوستانو لري پاتې وو چې له امله یې بېلابېلې خوښۍ هم نېمګړې وې.

نن په افغانستان کې د اختر درېیمه ورځ ده، خو په نورو اسلامي هېوادونو یې دوهمه ده.

احمد ولي د غور ولایت اصلي اوسېدونکی دی خو په هرات کې ژوند کوي.

نوموړي په وروستیو کلونو کې د هرات – غور په لاره د نا امنۍ له وجې نه شوای کولای چې خپل د زوکړې ځای، فېروز کوه ته ولاړ شي خو سږ یې اختر په خپل کلي کې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره یو ځای ونمانځه.

احمد ولي ازادي راډیو ته وویل، خوشحاله دی چې له څو کلونو وروسته یې وکولای شول د ځمکې له لارې خپل کلي ته ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: "تګ، راتګ ډېر ستونزمن و، ان څو میاشتو کې مو نه شول کولای چې ولاړ شو، لارې ناامنه وې، لویې لارې خو بیخي نا امنه وې، اوس اته میاشتې کېږي چې لارې ښې شوي، زه څو ځلي ولاړم، راغلم، دا اختر مې هم له خپلو خپلوانو او دوستانو سره وکتل."

له ټولو هغه ستونزو سره چې نن، سبا افغانستان ورسره مخ دی، بیا هم د طالبانو په ۸ میاشتې واکمنۍ کې لویې لارې امن شوي دي او د پخوا برعکس خلک د افغانستان هر ځای ته په ډاډه زړه سفر کولای شي.

په دې اړه نور: د خلکو تر اندېښنو وروسته؛ طالبان: د اختر په ورځو کې مو امنيتي تدابير ډېر کړي

غلام محبوب عبیدي یو هم په اختر کې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ خپل کلي ته تللی و، هغه ولسوالۍ چې په وروستیو کلونو کې ډېره ناامنه وه.

غلام محبوب وايي، د نا امنۍ له وجې په کلونو خپلې سیمې ته نه و تللی.

هغه زیاتوي: "پخوا مې نه شو کولای چې بالامرغاب ته لاړ شم، ځکه لاره ډېره ناامنه وه، خو سږ کال له ډېرو کلونو وروسته بریالی شوم چې له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د اختر نمانځلو په خاطر لاړ شم."

دغو افغانانو ته په داسې حال کې په اختر کې د خپلو سیمو او خپلوانو د لیدو فرصت برابر شوی، چې د طالبانو په راتګ سره ډېری افغانان له هېواده ووتل او اختر یې له کورنۍ لرې په کډوالۍ کې ونمانځه.

افغانانو سږ کال د طالبانو د حکومت د پرېکړې په بنسټ تر نورو اسلامي هېوادونو یوه ورځ مخکې اختر ونمانځه او نن سې شنبه په دې هېواد کې د اختر درېیمه ورځ ده.