اوکراين سره د همکارۍ دوام؛ برېتانيا ورسره نن پوځي مرسته اعلانوي

انځور: د اوکرين ولسمشر زيلنسکي او د برېتانيا صدر اعظم بوريس جانسن


ټاکل شوې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن نن سې شنبه له اوکراین سره د څه باندې ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د نورو پوځي مرستو اعلان وکړي.

دا اعلان داسې مهال کېږي، چې د اوکراین له کلابند شوي بندري ښار ماریوپول څخه پرون د خلکو د یوې ډلې تر ایستل کېدو وروسته روسیې یو وار بیا پر دغه ښار راکټي حملې پیل کړي دي.

له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړی، د بوریس جانسن له خوا د اوکراین پارلمان ته وینا، د یوه بهرني هېواد د مشر لومړۍ وینا ګڼل کېږي.

د بوریس جانسن دفتر وايي، دی به د اوکراین پارلمان ته د ویډیو له لارې په وینا کې له دغه هېواد سره د ۳۷۶ ملیون ډالرو په ارزښت د نورو پوځي مرستو اعلان وکړي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، بریتانیا مخکې هم د میزاییلو او راکټ لانچرونو په ګډون اوکراین ته پوځي تجهیزات لېږلي وو.

په تازه مرستو کې برېښنايي جنګي تجهیزات، د توپچي رادار سیسټم، د GPS د جام کولو وسایل او په زرګونو هغه وسیلې چې دشپې له خوا ورباندې هرڅه لیدل کېږي شامل دي.

بلخوا د چارواکو په خبره ټاکل شوې اروپايي کمېسیون د یو لړ اقداماتو بسته پېشنهاد کړي، چې د روسیې پر تېلو بندیز هم شامل دی.

ډیپلوماتانو ویلي، دغه بندیزونه به د روسیې تر ټولو لوی بانک سبربانک هم په نښه کړي، چې د بانکي ارتباطاتو له نړیوال سیسټم سویفت څخه به بې برخې شي.

د اوکراین په جنوبي-بندري ښار ماریوپول کې د ملکیانو د ایستلو بهیر وروسته له هغې ټکنی شو، چې روسیې بېرته خپلې راکټي حملې پیل کړې.

پرون هلته د فولادو له یوې فابریکې د سلګونو راګیر پاتې شویو ملکیانو لومړۍ ډله وایستل شوه.

د ماریوپول د ښاروال مرستیال سرګي اورلوف بي بي سي ته ویلي، له دغه ځایه د نورو کسانو د ایستلو لپاره د اوکراین، روسیې او نړیوالو سازمانونو ترمنځ په لوړه سطحه خبرې روانې دي.

له ماریوپول او نورو ښارونو د خلکو د ایستلو لپاره د خوندي دهلېزونو د پرانیستلو مخکنۍ هڅې له ناکامۍ سره مخامخې شوې دي.

د بمباریو له کبله ماریوپول ښار اوس په کنډوالو بدل شوی دی.

دغه ښار کریمیا ټاپووزمې ته څېرمه پروت دی، هغه ځای چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې په غیرقانوني ډول د اوکراین له خاورې جلا او له خپل قلمرو سره الحاق کړ.

اټکل کېږي چې شا و خوا سل زره کسان به په ماریوپول کې راګیر پاتې وي. د اټکل له مخې شا و خوا ۲۰۰۰ اوکراینیان چې د روسي ځواکونو په وړاندې جنګېږي، د فولادو په فابریکه کې اوسي.

په ماریوپل وې شا و خوا څلورسوه زره کسانو ژوند کاوه.