يونېسف: وردګو کې سلګونه کورنيو ته د پاکو اوبو اسانتيا برابر شوې

ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي دوی په میدان وردګ ولایت کې ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته چې څه باندې ۳۸۰۰ کسان کېږي، د پاکو اوبو امکان برابر کړی دی.

دغه سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه بېځایه شوې کورنۍ اوس ۲۴ ساعته د پاکو اوبو اسانتیا لري.

د دې ادارې په خبره د لمریزې برېښنا په مرسته خلک اوس کولی شي په اسانۍ پاکې اوبه وکاروي.