برېتانيا نن له اوکراين سره پوځي مرسته اعلانوي

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

ټاکل شوې چې د بریتانیا صدر اعظم بوریس جانسن به نن له اوکراین سره نوې پوځي مرسته اعلان کړي.

جانسن به په کییف کې د اوکراین پارلمان ته چې دا به پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته دې پارلمان ته د یوه بهرني مشر لومړنۍ وینا وي، دغه اعلان وکړي.

جانسن به په دغه وینا کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې کوي، د اوکراین د مقاومت د ستاینې ترڅنګ له کییف سره د نورو درې سوه ملیون پونډو چې ۳۷۶ ملیون ډالرکیږي، د پوځي مرستې اعلان وکړي.

بریتانیا تر اوسه د توغندویو په ګډون اوکراین ته پوځي تجهیزات ورکړي دي.