برېښنا شرکت: نړول شوې برېښنا پايي په اساسي ډول رغول کېږي

ارشيف: د برېښنا يوه پايه کې د برېښنا رياست کارکوونکي د مزو ترميمولو په حال کې

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، تخنیکي ډلو یې د کوچني اختر په ورځو کې هم په جنوبي سالنګ کې د نړېدلو ستنو پر اساسي رغونې خپل کار ته دوام ورکړی.

دا خبره د دې ریاست ویاند حکمت الله میوندي په خپله ټویټرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې هڅه کوي، ترڅو د نړول شویو ستنو د اساسي ترمیم کار ژر تر ژره بشپړ شي.

دغه پایې د جمعې سهار وختي نړول شوې وې. چارواکو په دې تړاو د دوو مشکوکو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

ښاغلي میوندي دغه راز ویلي چې پرون سهارد کابل په بتخاک سیمه کې د لوړ ولتاژ یوې پاتې ته ماینونه ایښودل شوي وچې کشف او شنډ کړای شول.

تردې مخکې وړمه ورځ د کابل په چمتله سیمه کې د ماین په چاودنه کې د برېښنا د یوې پایې د نړولو هڅه شوې خو چاودنې زیان نه دی اړولی.

کابل او نورو ولایتونو ته د وارداتي برېښنا د ستونو د الوزولو د پیښو مسولیت چا یا کومې ډلې ندی اخیستی.

دا ډول پېښې د تېرجمهوري نظام په وروستیو کلونو کې ډېرې تکرار شوي چې د کابل او نورو ولایتونو اوسیدونکي یې په ورځو ورځو له برېښنا بې برخې کړي و.