برېښنا شرکت: د برېښنا د يو شمېر پايو د نړولو هڅې شنډې شوي

ارشيف

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې وړمه شپه د کابل په چتمله سیمه کې د ماین په چاودنه د برېښنا د یوې پایې د نړولو هڅه شوې خو چاودنې زیان نه دی اړولی او پرون سهار د کابل په بتخاک کې هم د لوړ ولتاژ یوې پایې ته ماینونه ایښوول شوي وو، خو دغه ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت اله میوندي پرون په خپل ټویټر کې دغه خبرونه ورکړي دي.

برېښنا شرکت وايي د دوی تخنیکي کارکوونکو د جنوبي سالنک په تاغمه سیمه کې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د دوو ویجاړو شویو پایو برېښنا د لنډ وخت لپاره بېرته ونښلوله.

دغه پایې د جمعې سهار وختي نړول شوې وې.

چارواکو په دې تړاو د دوو مشکوکو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.