د امریکا د استازو جرګې مشرې کییف کې له ولسمشر زلینسکي سره وکتل

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي په کییف کې له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره د لیدنې پرمهال

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېده او له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره یې وکتل.

پلوسي زلینسکي ته وویل، چې د ازادۍ لپاره د مبارزې د قدرداني په پار ورسره ګوري.

پلوسي ویلي، د دې سفر هدف دا دی چې د امریکا نور ملاتړ راروان دی.

د امریکا د استازو جرګې مشرې اوکراین ته د سفر پر مهال د هغه هېواد د پارلمان له ځینو غړو سره هم وکتل.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ د امریکا له کانګرس غوښتنه وکړه، چې اوکراین ته د ۳۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو بسته تصویب کړي.