ترکيې په بدخشان او تخار کې له ۳۰۰ کورنيو سره بشري مرستې کړي

انځور: د ترکیې لخوا خلکو سره د مرستې یو انځور

په کابل کې د ترکیې سفارت وايي، د دغه هېواد له خوا په بدخشان او تخار ولایتونو کې پر ۳۰۰ کورنیو بشري مرستې ووېشل شوې.


دغه سفارت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، له دې سره د هغو کورنیو شمېر ۳۷۵۰۰ ته ورسېد، چې د نېکۍ په نوم د رېګاډي په وسیله له لېږدول شویو مرستو برخمنې شوې دي.

بلخوا د طالبانو د حکومت یو ویاند ذبیح اله مجاهد تېر ماښام وویل، دوی له ازبکستان څخه هغه ۴۰۰۰ ټنه بشري مرستې ترلاسه کړې، چې د دغه هېواد د ولسمشر په سپارښتنه د اختر په مناسبت افغانستان ته ولېږل شوې.