روسيې د اوکراين پر درېيم ستر ښار اوديسې بريد کړی

انځور: د اوکراين د جګړې يو انځور

روسیې د اوکراین د درېیم ستر ښار اودیسې د هوايي ډګر پر الوتلیکې یا رن وې توغندويي برید وکړ.

د اوکراین د جنوب عملیاتي قوماندانۍ ویلي چې پرون له غضب شوې کریمیا څخه راکټ وویشتل شو چې له کبله یې د اودیسې له هوايي ډ‌ګره کار نه شي اخیستل کېدای.

له بلې خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلسنکي وايي، ډېره ګرانه ده چې له روسیې سره دې د سولې خبرې وشي.