حقاني: د طالبانو د مشر د عمومي عفوې فرمان نقض کوونکي به محاکمه شي

AFGHANISTAN-POLITICS

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر، په خپل اختریز پېغام کې لیکلي، د دوی د مشر هبت الله اخندزاده د عفوې فرمان چې چا نقض کړی، که څه هم شمېر یې ډېر کم دی خو د اسلامي شریعت د احکامو له مخې به محاکمه شي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپل اختریز پېغام کې دا خبره کړې ده.

دا پېغام چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د دوی د واتسپ ګروپ له لارې له رسنیو سره شریک شوی په کې راغلي، هغوی چې دا فرمان یې نقض کړی او خپل احساسات یې پر اصولو لوړ ګڼلي دي، د شریعت د احکامو له مخکې به محاکمه شي.

په پېغام کې ویل شوي د دې کسانو شمېر ډير کم دی خو جزیات یې نه دي ورکړي چې په کوم شمېر کې کسان دي.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو یو لوړ پوړی مقام په دې اړه په دومره وضاحت خبره کوي.

مخکې له دې د طالبانو حکومت د پخواني جمهوري نظام د کارکوونکو په ځانګړي ډول پوځيانو د شکنجې او وژنې ادعاوې یا رد کړي او یا یې ویلي په اړه یې څېړنې کوي.

د یادونې ده، چې د پخواني حکومت د کارکوونکو په ځانګړي ډول پوځیان د شکنجې ویډیو ګانې په څو ځلې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې او لاس په لاس شوي، چې رسنیو راپورونه هم پرې کړې دي.

دغه شان ازادي راډیو مخکې په خپلو راپورونو کې د جمهوري نظام د یو شمېر کارکونکو په ځانګړي ډول پوځیانو د کورنیو سره خبرې هم کړې وې، چې ادعا یې درلوده د کورنۍ غړي یې د طالبانو له خوا یا وژل شوي او یا هم تري تم دي.

دغه شان د تېر لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د بشري حقونو څار سازمان وویل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي، خو د طالبانو حکومت هغه مهال دا راپور رد کړ.

تر هغې ورسته بیا، د نړۍ ۲۲ مهمو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه ټینګار وکړ، چې دا کړنه له بشري حقونو، جدي سرغړونه او د طالبانو له‌خوا د اعلان شوې عمومي بښنې سره په ټکر کې ده.

نیویارک ټایمز بیا په خپل یو راپور کې، چې د روان لمریز کال په وري میاشت کې خپور شوی و ویلي وه، چې طالبانو د خپلې حکومتوالۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر نظام ۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژلي یا یې په زور ورک کړي دي.

په راپور کې راغلي وه، چې دوی دغه موندنې د خبریالانو، د بشري حقونو له فعالانو، د قربانیانو له کورنیو او هغوی سره چې ژغورل شوي، د مرکو پر بنسټ برابر کړي دي.

نیویارک ټایمز د خپل دې راپور په یوه برخه کې لیکلي چې د عمومي عفوې په اړه د طالبانو ژمنه یوازې "تشه ژمنه" وه.

خو طالبانو هغه مهال دا راپور هم رد کړی و.