طالبانو سبا يکشنبه په ټول افغانستان د اختر ورځ اعلان کړه

آرشیف

طالبانو سبا يکشنبه په ټول افغانستان د اختر ورځ اعلان کړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر لیکلي چې د اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او د میاشتې د کمیټې مشر مولوي عبدالحکیم لخوا اعلان وشو چې سبا يکشنبه په ټول هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

هغه وویل، ‏په همدې مناسبت ټولو هېوادوالو ته د کوچني اختر مبارکي وايي.

خو د حرمین الشریفین د رسمي بيان پر اساس د سعودي عربستان د هلال کمېټې نن شنبه د شوال مياشت ونه شوه ليدلاى.

په دې اړه نور: سعودي: سبا يکشنبه روژه او دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

د سرچينې په وينا، سبا يکشنبه د روژې ٣٠مه او دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.