سرچینه: عبدالله عبدالله نن مازدیګر له افغانستان ووت‌

آرشیف: عبدالله عبدالله

یوې باخبره سرچینې ازادۍ راډيو ته ومنله چې د ملي مصالحې عالي شورا مخکينى مشر عبدالله عبدالله نن مازدیګر له افغانستان ووت‌.

سرچینې دا و نه ویل ،چې ښاغلی عبدالله چېرته ته لاړ خو د هغه کورنۍ‌ په هند کې مېشته ده‌.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې ښاغلی عبدالله له افغانستان وځي‌.

وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و، چې پر هغه د طالبانو له‌خوا له هېواده د باندې د سفر کولو بندیز لګول شوی دی‌.

عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه هم ليکلي، چې د شخصي سفر په موخه د څو ورځو لپاره له افغانستانه بهر ځي خو هغه د دې هېواد نوم نه دى ښودلى.