د کابل فيروزي ښارګوټي کې د ۱۵۰ فابريکو جوړېدو هوکړه لاسليک شوه

ارشيف

د طالبانو لخوا د ارک په نوم جوړه شوې ټويټر پاڼې تېره ورځ ناوخته ليکلي چې ياد تړون د طالبانو د ښار جوړونې وزارت او د بيجينګ- ننګرهار ساختماني او توليدي شرکت تر منځ لاسليک شوی.

د ارک له لوري په خپرو شويو معلوماتو کې ويل شوي چې په دې صنعتي پارک کې چې ۲۱۶ ميليون ډالره لګښت راځي، ۱۵۰ کارخونې په کې جوړېږي.

خبر ځای کاږي چې د دې پروژې له پيل سره به ۱۳۶۰۰ کسانو ته به دايمي او ۳۰ زره نورو کسانو ته په غير مستقيمه توګه د کار زمينه هم برابره شي.

فیروزې ښارګوټی د کابل ده سبز ولسوالۍ ته څېرمه موقعیت لري، چېرې چې له وړاندې هم لسګونه صنعتي فابریکي فعالیت کوي.