د کابل او لسو نورو ولايتونو برېښنا قطع شوې

ارشيف: د کابل کلکان ولسوالۍ کې دوې پايې چې د ماين د چاودنې له امله الوځول شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت په یوه بیان کې نن وویل چې په جنوبي سالنګ کې د وارداتي برېښنا دوې پایې په بمونو الوځول شوې دي.

برېښنا شرکت ژمنه کوي چې دا تخنیکي ستونزه به ژر تر ژره حل کړي.

په تېرو څو کلونو کې څو څو ځل په سالنګ او يو شمېر نورو سيمو کې د برېښنا پايي الوځول شوي دي.