د اسراييل پوځ: فلسطيني بريد کوونکو يو اسراييلی ساتونکی وژلی

ارشيف: اسرايلي عسکر

د اسراییل پوځ وایي، فلسطیني برید کوونکو په لویدیځه غاړه کې یو اسراییلی ساتونکی وژلی دی.

اسوشید پریس اژانس د اسراییلي سرچینو په وینا خبر ورکړ چې دا برید پرون ناوخته وشو او برید کوونکي تښتېدلي دي.

بل لور ته د فلسطین روغتیا وزارت ویلي دي چې اسراییلي ځواکونو نن سهار د قلقیلیه ښارګوټي ته نژدې یو اووه ویشت کلن فلسطینی وژلی دی.