کابل کې له ۸۵۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ارشيف

سعودي عربستان په کابل کې له ۸۵۰ کورنیو سره د خوراکي موادو د مرستې خبر ورکوي. د سعودي دولتي خبري آژانس راپور ورکوي چې دا مرستې د ملک سلمان د خیریه بنسټ له خوا شوې دي.

د آژانس د راپور له مخې دا خیربه بنسټ په افغانستان کې له څه باندې ۱۱۱ زره کورنیو سره د خوړو د څه باندې ۱۸ زرو کڅوړو مرسته په پام کې لري.

تر دې مخکې هم د روژې په مياشت کې په يو شمېر نورو ولايتونو کې له بېوزلو سره د بېلابېلو هېوادونو له لوري مرستې شوي دي.