ننګرهار کې چاودنې ٧ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د جلال اباد ښار يوه څنډه

په ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم وژلی او ۶ تنه یې کړي دي.

د طالبانو حکومت د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست په دې اړه په رااستول شویو معلوماتو کې ویلي چې چاودنه نن غرمه مهال د سرخ رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې چې یو ماشوم په کې ووژل شو او د یوې ښځې په ګډون یې ۶ تنه ټپیان کړل.

د رااستول شویو معلوماتو له مخې، په پېښه کې وژل شوي ماشوم یوه ناچاوده مرمۍ له پیداکولو وروسته په خپل کور کې ټکوله چې د چاودنې پرمهال یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.