د طالبانو مشر نړیوالې ټولنې ته: زمونږ حکومت په رسمیت وپېژنئ

د طالبانو بیرغ

د طالبانو مشر نن له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

ملا هبت الله اخندزاده په یوه لیکلي بیان کې چې د کوچیني اختر په مناسبت یې خپور کړ، ویلي دي چې دیپلماتیک روابط د افغانستان د ستونزو په هوارېدو کې مرسته کولی شي.

وروسته تر دې چې تېرکال د اګست په پنځلسمه طالبانو کابل ونیو، تر اوسه د تېرو نژدې اته نیمو میاشتو په ترڅ کې هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.