د تاوتریخوالو دوام؛ خلک: د ناوړه چلند له امله طالبانو ته مراجعه نه کوو

د کابل ښار په یوه څنډه کې د طالبانو سرتېري. December 30, 2021.

یو شمېر ولسي وګړي د طالبانو له ناوړه چلنده شکایت کوي.

دوی وايي، طالب ځواکونه د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي او دوی غوره نه ګڼي چې د ستونزې پر مهال طالبانو ته مراجعه وکړي.

یوه نجلۍ چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې په راپور کې نوم یاد شي وايي، پر طالب ځواکونو يې بې باوري له نږدې ۱۵ ورځې وړاندې هغه مهال پیل شوه چې د طالبانو یوې ښځینه غړې يې مور ووهله.

هغه وايي، مور يې د کابل ولایت مقام په دروازه کې د طالبانو د یوې ښځینه غړې له خوا هغه مهال ووهل شوه چې مور يې نه غوښتل د طالبانو دغه ښځینه غړې يې تېلیفون وګوري.

دا وايي په دې برخه کې يې د مور غږ هیچا نه دی اورېدلی.

د دغه نجلۍ له لوري ازادي راډيو ته په راستولو انځورونو کې ښکاري چې د یوې پنځوس کلنې مېرمنې چې د نجلۍ په وینا مور يې ده په مخ او لاسونو ټپونه ښکاري.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "ویل شوي وو چې هلته له خلکو سره مرسته کېږي، مور مې د مرستې د ترلاسه کولو عریضه وړې وه د طالبانو یوې ښځینه غړې چې د تالاشۍ دنده يې درلوده ورته ویلي وو چې نه شې کولای خپل تلیفون دننه یوسې، مور مې هم هملته ولاړه وه پرته له دې چې د دوی ترمنځ بله خبرې وشي او یا هم خبرې تبادله شي زما مور يې وهلې او ډبولې وه."

دا وايي چې مور يې له ولايته د وتلو پر مهال د طالبانو له والي سره مخامخ شوه او خپله ستونزه يې ورته وويله، خو هغې او په سيمه کې نورو طالبانو د خپلو همکارانو د کړنو په اړه غبرګون ونه ښود او د مور شکايت يې له پامه وه غورځاوه.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کابل ولایت د چارواکو نظر هم واخلو، خو بریالي نه شوو.

پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ راهیسې له خلکو سره د دوی د وسله والو د فیزیکي برخورد کیسه نوې خبره نه ده.

په ټولنیزو رسنیو فیسبوک او ټویټر له خلکو سره د طالب وسله والو د ناوړه چلند لسګونه ویډیو ګانې خپرې شوې دي.

یو بل کس په هرات کې ژوند کوي.

دی هم د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې خپور شي.

هغه وویل: "زه چې کله د الکترونیکي تذکرې د اخستلو لپاره ولایت ته لاړم، د خلکو ګڼه ګوڼه خورا زیاته وه، طالب وسله والو به د خلکو د خورولو لپاره هوايي ډزې کولې او د لښتو په وسیله يې خلک يې وهل ان مېرمنې هم."

د هرات ولایت دا اوسېدونکی وايي، چې خلک ځکه د طالبانو د دغه ډول ظلمونو پر وړاندې چوپه خوله دي چې دغه ډله د ټوپک په ژبه خلکو ته ځواب ورکوي.

په مخکیني حکومت کې د ستونزې پر مهال د پولیسو او خلکو ترمنځ د اړیکې لپاره عاجلې تېلیفون شمېرې موجودې وې، که څه هم هغه مهال هم ځینې ستونزې وې خو پولیس او ملي اردو توانېدلي وو چې د خلکو ترمنځ خپل باور وساتي.

خلکو هڅه کوله چې د بېلابېلو ستونزو په ځانګړي ډول د ټرافیکي پېښو یا هم د چاودونو پر مهال له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي خو خلک وايي، چې له دوی سره د طالب وسله والو ناوړه چلند دا همکاري له منځه وړې ده.

د کابل د دشت برچې سیمې یو اوسېدونکی دغلته د وروستي چاودنې او له خلکو سره د طالبانو د چلند په اړه ازادي راډيو ته وویل: "ومې غوښتل چې له پېښې وروسته د پل سوخته سیمې ته لاړ شم، ما هڅه کوله چې د چاودنې په ځای کې له قربانیانو سره مرسته وکړم، خو کله چې د تېلو د پمپ خواته ورسېدم یو کس چې د هماغه ښوونځي شاګرد وو زما خواته راغی ویل يې څه کی، مال غواړم ورشم له قربانیانو سره مرسته وکم، وې ویل نږدې مه ورځه چې خطر لري طالبان ډزې کوي."

په دې اړه نور: د دشت برچي پېښې په غبرګون لاریون؛ طالبانو يې په ډزو مخه نيولې

د کابل په دشت برچي سیمه کې له چاودونو وروسته له خلکو سره چې غوښتل يې ټپيانو ته وینه ورکړي د طالبانو د ناوړه چلند ویډيو ګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، خو طالبانو د دغه ویډيو ګانو په اړه ویلي چې دوی د ورته یوې بلې احتمالي پېښې د رامنځته کېدو له ویرې خلک نه پرېښودل ګڼه ګوڼه جوړه کړي.

که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خلکو سره د طالب وسله والو د ناوړه چلند په اړه څه نه وايي خو وايي هڅه يې کړې چې د ۱۱۹ وړیا شمېر په فعالولو سره د خلکو او امنیتي بنسټونو ترمنځ واټن راکم کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدلنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "بلې ۱۱۹ وړیا شمېره څلرویشت ساعته فعاله ده، له شک پرته د خلکو او حکومت ترمنځ باید د اړیکو یو پل موجود وي، موږ د ۱۱۹ وړیا شمېرې ترڅنګ ځینې نورې تېلیفون شمېرې هم فعالې کړي دي، تر څو خلک د ستونزو پر مهال امنیتي سرتېرو ته زنګ ووهي او امنیتي ځواکونه هم عاجل د پېښې سیمې ته ځانونه ورسوي."

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاندویانو ویلي وو چې خپلو ځواکونو ته له خلکو سره د سم چلند په اړه روزنه ورکوي خو د اته میاشتو په تېرېدو خلک ادعا کوي چې په دې برخه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه دی لیدل شوی.