په پېروزي ښارګوټي کې صنعتي پارک جوړېږي

د ده سبز ولسوالي یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د ښار جوړونې وزارت پرون پنجشنبې له یوه چینايي شرکت سره د کابل د ده سبز ولسوالي په پېروزي ښارګوټي کې د صنعتي پارک د جوړولو موافقه لاسلیک کړه.

د طالبانو د ريیس الوزرا د لومړي مرستیال ملاعبدالغني برادر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې صنعتي پارک کې به د بیجنګ – ننګرهار د تولیدي او تعمیراتي شرکت له لوري د پېروزي ښارګي په ختیحه برخه کې ۱۵۰ فابریکې جوړې شي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې پر دې پروژې به ۲۱۶ میلیون ډالره ولګول شي او څه باندې ۱۳ زره تنو ته به په کې دایمي او ۳۰ زره نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار فرصت برابر شي.