کابل کې د ښځینه سوداګرو نندارتون پرانېستل شوى

آرشیف: په هرات کې د ښځينه سوداګرو د نندارتون يوه څنډه. 07 February 2022

په کابل کې د سوداګرو ښځو نندارتون پرانېستل شوى دى.

د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې رویا حافظي ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه ننداراتون کې چې پرون چهارشنبه پرانېستل شوى، ۷۰ سوداګرو ښځو ګډون کړی دی.

د اغلې حافظي په خبره دا نندرتون، راځئ له مونږ توکي وپېرئ تر نامه لاندې د کابل کې په اریا ښارګوټي کې جوړ شوی دی.

نوموړې وویل، دغه ننداراتون د پنځو ورځو لپاره د سهار له لسو د ماښام تر اوو بجو پورې د مینه والو پر مخ پرانېستى دى.

د سوداګرو ښځو دا نندراتون په داسې حال کې پرانېستل کېږي، چې په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره خپل سوداګریز فعالیتونه بند کړي او یا هم له هېواده بهر تللي دي.