روسىې اوکراین ته د امریکایي هيليکوپټرو ورکړه لويه سرغړونه وبلله

بوسنیا کې د امريکايي ځواکونو هيليکوپټره

د روسیې د پوځي تخنیکي همکاریو فدرالي ادارې اوکراین ته د هغو هيلیکوپټرو ورکړه له نړیوال قانون او د روسیې او امریکا ترمنځ له شوي قرارداد څخه لویه سرغړونه وبلله چې په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان وسله والو ځواکونو ته په پام کې نیول شوې وې.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپورله مخې دغې ادارې پرون په یوه بیان کې د متحدو ایالتونو د دغې پرېکړې په وړاندې اعتراض څرګند کړی، هغه یې خپلسري پرېکړه بللې او ویلي یې دي چې د هغه قرارداد له مخې چې د روسیې د وسلو د صادراتو، روسوبورون ایکسپورټ کمپنۍ په ۲۰۱۱ کال د امریکا له دفاع وزارت یا پنتاګون سره لاسلیک کړی، اوکراین یا بل هر هېواد ته د روسي ساخت د دغو هيليکوپټرو په ګډون د روسیې یا د پخواني شوروي د وخت تولید شوې د هرې وسلې یا نظامي تجهیزاتو ورکړه غیرقانوني ده.

دغې ادارې ویلي، په شوي قرارداد کې دا واضح ویل شوي چې دغه هيلیکپټرې به متحده ایالات د افغانستان وسله والو ځواکونو ته ورکوي او بل ځای یا دریم هېواد ته یې صادرات منع دي.

د هغو هيلیکپټرو شمېر چې روسیه ادعا کوي، امریکایې اوکراین ته ورکوي نه دی په ډاګه شوی خو متحدو ایالتونوپه اوکراین کې د روسي ځواکونو په وړاندې د مقاومت لپاره په تېره د الوتکو په برخه کې اوکراین ته د هغو وسلو او تجهیزاتو د ورکولو هڅې کوي چې، د اوکراین پیلوټان او او نور پوځي پرسونل یې ورسره بلد دي.