طالبان: اسلام کلا کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلى

عکس آرشیف : له افغانستان سره په پوله د ايراني ځواکونو انځور

د هرات ولایت د اسلام کلا او د ایران د دوغارون ترمنځ د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ له شخړې وروسته د هرات ولایت د اطلاعلاتو او فرهنګ ريیس نعیم الحق حقاني وايي چې اوس په پوله کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

حقاني پرون په یوه ټویټ کې همداراز ویلي، چې د دوو هیوادونو ترمنځ د موټرو تګ راتګ هم بېرته پیل شوی دی.

له بلې خوا د ازادې اروپا/ ازادی راډیو ایراني څانګې، راډیو فردا د ایراني سرچینو او د سپوږمکیو د تصویرونو پر اساس ویلي چې ایران پولې ته ګڼ شمېر کومکي ځواکونه او جنګي وسایل لېږدولي دي.

د افغانستان او ایران ترمنځ پوله د یکشنبې په ورځ بنده شوه او د دوشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شوه.