اروپايي ټولنې پولنډ او بلغاریا ته د ګازو پر پرچاوۍ غبرګون وښود

آرشیف

اروپايي ټولنې

د روسیې له لوري پولنډ او بلغاریا ته د ګازو پر پرچاوۍ غبرګون وښود، ویې ویل چې د روسیې د دې اقدام په وړاندې به له یو بل سره په همږغۍ ځواب ووايي.

روسیې د چهارشنبې په ورځ پولنډ او بلغاریا ته د ګازو صادرات ودرول او ویې ویل چې دا کار په دې خاطر کوي چې دا هیوادونه د ګازو په بدل کې روسي روبل نه ورکوي.

اروپايي ټولنې له وړاندې څخه اندېښنه لرله، چې روسیه به د خپلو ګازو صادرات اروپايي هیوادونو ته ودروي.