ټوماس ويسټ سويډني چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ وایي چې پرون یې د سویډن له جګپوړو چارواکو سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړي.

ښاغلي ویسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې په دغه کتنه کې چې ده د سویډن د بهرنیو چارو وزرات د آسیا پاسفیک د څانګې له مشر نیکلاس کوارنسټروم او د دې څانګې له مرستیال اندریاس فون اویکسکول سره ترسره کړه، له افغانستان سره د بشري مرستو پر لارو چارو، د دې هېواد د ټولو وګړو د حقونو، پرملکیانو د وروستیو حملو او د دې هېواد پر روان اقتصادي وضعیت په تفصیل خبرې وشوې.

نوموړي له افغانانو سره د سویډن د ملګرتیا، مسلکي همکارۍ او پیاوړې ژمنې په خاطر مننه وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکې ادارې (اوچا) دوه اونۍ وړاندې د افغانستان لپاره د بشري مرستو له صندوق سره د څه باندې اوه ميلیون ډالرو نوې مرستې په اړه په یوه ټویټ کې ویلي چې سویډن د دغه صندوق درېیم لوی بسپنه ورکوونکی دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د ۸۲ ملیون او ۲۰۰ زره ډالرو مرسته کړې ده.