د برېتانيا استخبارات: اوکراين د خپل هوايي حريم پر لويه برخه ولکه کړې

ارشیف: اوکراين کې د جګړې يو انځور

د بریتانیا استخباراتو نن خبر ورکړ چې اوکراین د خپل هوایي حریم لویه برخه په خپل واک کې راوستې ده، بل لور ته روسیې اعلان وکړ چې پولنډ او بلغاریا ته یې د ګازو صادرات درولي دي.

د بریتانیا دفاع وزارت په ټویټر کې لیکلي دي چې د هوا له لارې د اوکراین په شمال او لویدیځ کې د روسیې هلې ځلې محدودې شوې دي او په دې سیمو کې د اوکراین وسلو دا فعالیتونه کم کړې دي.

بل لور ته روسیه تر ډیره د اوکراین په جنوب او ختیځ کې د هوا له لارې فعاله ده او په دې سیمو کې د خپلو پلیو ځواکونو ملاتړ کوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت په وینا د دې سربېره روسیه په ټول اوکراین کې پوځي او لوژیستیک تاسیسات په نښه کوي.

د بریتانیا دفاع وزارت په اوکراین کې د ملکي تلفاتو په تړاو ویلي دي چې د اوکراین په سرحدي محاصره شوي ښار ماریپول کې داسې ښکارې چې روسیه هغه بمونه استعمالوي چې رهبري شوي نه دي.

په ورته وخت کې نن د روسیې د انرژي ستر شرکت ګازپروم اعلان وکړ چې د اروپایي ټولنې دو غړیو هېوادو، پولنډ او بلغاریا ته یې په بشپړ ډول د ګازو صادرات درولي دي.

ګاز پروم وایي چې دغو دوو هېوادونو د ګازو لپاره روبل نه دي ورکړي.

د فبروري له لومړۍ نېټې چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، پولنډ او بلغاریا د اروپایي ټولنې لومړۍ دوه هېوادونه دي چې روسیې د ګازو صادرات پرې بند کړل.

پولنډ او بلغاریا د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی و چې ګازپروم پرون د ګازو د قطع کېدو خبر ورکړی و چې سر له چهارشنبې به صادرات بند کړي.

له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوې دي چې روسیه به د اوکراین پر ټولو ملاتړیو هېواد ګاز قطع کړي.

ګازپروم نن وویل چې د اپریل له لومړۍ نېټې وروسته باید خامخا د ګازو قیمت په روبل ادا شي.

د اروپایي ټولنې اووه ویشت غړیو هېوادو پر اوکراین د روسیې برید غندلی دی او پر ماسکو یې یو لړ بندیزونه لګولي دي چې د دې په ځواب کې تېره میاشت د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ چې هغه بهرني هېوادونه چې د روسیې دوستان نه دي باید ګاز د ډالر او یورو په ځای په روبل واخلي.

اکثر اروپایي هېوادو د ولادیمیر پوتین دا غوښتنه رد کړې ده او وایي چې دا د ګازو له تړون څخه سرغړونه ده.