د طالبانو سوداګرۍ وزارت اقتصادي زونونه جوړوي

ارشيف

دې وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د دې زونونو د جوړولو هدف د صادراتو ډېرېدل، د کارموندنې د فرصتونو رامنځ ته کول او د عوایدو لوړول دي.

که څه هم په خبرپاڼه کې د اقتصادي زونونو د جوړېدو کره وخت نه دی ښودل شوی خو ویل شوي چې په نېږدې راتلونکې کې یې به یې کار پیل شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، د اقتصادي زونونو د جوړولو په خاطر پرون لومړنۍ ناسته د طالبانو د مالیې او دفاع وزارتونو او د صنعتي پارکونو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو ترمنځ وشوه.

په دې ناسته کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي هیله ښودلې چې هر شرکت به په دې ځانګړو اقتصادي زونونو کې حداقل لسګونه میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

ښاغلي عزیزي ویلي دي، سترو شرکتونو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي چې په دې زونونو کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ځینو هېوادونو لکه چین اقتصادي زونونه جوړ کړي دي چې مثبت تغیرات یې رامنځ ته کړي دي.